کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د اسرایلو له ټینګار سره سره چې د حماس د پوځي څانګې د لوړ پوړي قوماندان “محمد الضعیف” د په نښه کولو او ټپي کولو ادعا کوي، حماس غورځنګ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې “محمد الضیف ژوندی دی او صهیونیستي ريژیم سره د مذاکراتو لړۍ درېدلې ده”د حماس غورځنګ یوه جګپوړي مشر ای اېف پي خبري آژانس ته ویلي، چې د عزالدین قسام د لوا قوماندان محمد الضیف”د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په برید کې په نښه شوی و؛ خو له نېکمرغه له برید څخه روغ وتلی ده. د حماس یاد غړي زیاته کړې ده، چې محمد الضیف خوندي ده او په غزه کې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې جګړه رهبري کوي.


















