کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
سپوتنیک خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراین په جنوب ختیځ کې یو بل مهم او ستراتيژیک ښارګوټی نیولی دی. د روسیې پوځ وړمه ورځ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دونېڅک په لوېدیځ کې د موکري یالي سیند پر غاړه “اروژایني” ښارګوټی یې نیولی دی. دا په اوکراین کې د روسيې د پوځ د پرمختګ تازه پرمختګ دی. د یادونې وړ ده، چې یاد ښار ګوټی د ۱۲۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د جګړې په لومړۍ کرښه کې، چېرته چې اوکرایني ځواکونه د روسیې د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي پروت دی. اوکراین د روسیې د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.


















