ننګرهار کې د سختو توپانونو او باران له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

ننګرهار کې د سختو بادونو، توپانونو او د باران ورښت له امله تر اوسه ۳۵ کسانو ژوند بایللی او شاوخوا ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون رسنیو ته ویلي چې، د دغې پېښې ټپیان او جسدونه سمه‌ییز او د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي او په خبره یې، دا ارقام وروستي نه‌دي ښایي د مرګ ژوبلې په شمېرو کې زیاتوالی راشي.

مربوطه مطالب

Back to top button