کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د يمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “يحيی سريع” له لوري په یوه خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني ملت د ملاتړ او د اشغالګرو د وحشتونو په غبرګون کې اشغال شوي فلسطين ته تلونکې یوه برېتانوي بیړۍ په نښه کړې ده.اعلاميه کې راغلي چې د دوی بحري او هوايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یوه برېتانوي بېړۍ په نښه کړې ده.د يمني ځواکونو ویاند ټينګار کړی چې د صهيونيستي اشغالګرو، امريکا او بريتانيا پر وړاندې به يې بريدونه تر هغه وخته پورې روان وي چې د غزې اشغال په بشپړه توګه پای ته نه وي رسېدلی او دغه راز پر يمن د امريکا او بريتانيا بريدونو پای نه وي موندلی.


















