کابل ټکی کام (جمعه، ۲۹ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو د وياند جنرال يحيی سريع له لوري خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې په لومړي ځل اشغال شوې فلسطيني سيمه «يافا» چې صهيونيستان یې تل ابيب بولي، د بې پيلوټه الوتکې پرمټ بريالي عمليات ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې غزه کې پر فلسطيني ملت د روانو سختو بمبارونو او صهيونيستي جرمونو پر غبرګون کې يې ځواکونو د «يافا» په نامه بې پیلوټه الوتکې پرمټ اشغال شوې فلسطيني سيمه يافا، چې صهيونيستان یې تل ابيب بولي، په برياليتوب سره عمليات ترسره کړي او دښمن ته يې پراخ زيانونه اړولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې وروسته تل ابيب د دوی لپاره اساسي هدف دی او راتلونکي کې به يې تر پراخو بريدونو لاندې ونيسي.
له بله لوري د دغه بې ساري بريد څخه وروسته تل ابيب کې د خلکو تر منځ سخته وارخطايي خپره شوې ده او د صهيونيستي رژيم پوځ تاييد کړې ده، چې بريد د بې پيلوټه الوتکې په واسطه د امريکا قونسلګرۍ ته نېږدې اهداف په نښه کړي دي او مرګ ژوبله هم لري.
بايد وويل شي چې د صهيونيستي رژيم پر پلازمېنې دغه نوي بريد وښوده، چې که څه هم اسراییل د توغندیو پرمختللی سيستم لري، خو د فلسطيني مقاومت کوونکو ډلو او دغه راز د حزب الله او يمني ځواکونو د پراخو توغنديزو او بې پیلوټه الوتکو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.


















