کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
په بنګله دېش کې د وروستیو لاریونونو پرمهال ۳۲ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰۰ ډېر ټپیان دي. دغه لاریونونه پرون وروسته له هغه لا تاوتریخجن شول، چې لاریونوالو د بنګله دېش دولتي خپرونو ته اور واچاوه. دغه لاریونونه تېره میاشت وروسته له هغه پیل شول، چې د بنګله دېش عالي محکمې د دولتي دندو لپاره د کوټې سیسټم بېرته نافذ کړ. له بل پلوه حکومت د بنګله دېش په یو شمېر برخو کې د انټرنېټ د بندولو امر هم کړی. همدارنګه د بنګله دېش حکومت ښوونځي او پوهنتونونه د پراخو لاریونونو له امله د نامعلومې مودې لپاره تړلي دي. ویل کېږي، دغه لاریونونه د ځوانانو تر منځ د لوړې بېکارۍ کچې له امله رامنځته شوي چې د ۱۷۰ مېلیوني هېواد نږدې پنځمه برخه ترې کړیږي.


















