کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په “خان یونس” ښارګوټي کې ۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې القسام لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې خان یونس کې د صهیونیستي اشغالګرو یو زغروال ټانک په “یاسین ۱۰۵” توغندي ویشتلی، چې په پایله کې یې ۳ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. په ورته مهال د اسرائیلي پوځ رادیو هم غزه کې خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ويلي. له بل لوري د غزې تړانګې له رفح ښارګوټي هم د حماس ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ د خونړیو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې د اسرائیلي پوځ په مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې له امله یې د نتنیاهو په مشرۍ په صهیونیستي حکومت په کور دننه فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.


















