کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې پر فلسطینیانو د صهیونیستي رژیم ظلمونو ته په اشارې ویلي، چې اذربایجان او لیببا کې د پوځي مداخلې په شان به یوه ورځ د اسرائیلو پر وړاندې هم سخت پوځي غبرګون وښيي. د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر بیا د اردوغان په ځواب کې، نوموړی له صدام حسین سره تشبه کړی. د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د اسرائیلي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ورغبرګه کړې، چې صهیونستان به هم د نازیانو په څېر یوه ورځ د محاکمې مېز ته راوستل شي