کابل ټکی کام ۰۹کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې بېګاه شپه د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند د کلانکیچي دغونډۍ سیمه کې د دوی ۲ تنو نفوذي جنګیالیو په پوسته کې پخپلو مېشتو ملګرو ډزې کړي دي، او ځای پر ځای یې د یوه قومندان په ګډون خپل ۳ ملګري وژلي.
خبر پاڼې د یاد وژل شوي قومندان نوم (قومندان اکا) یاد کړی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې د دوی یادو ۲ تنو نفوذي جنګیالیو له ۲ میله کلاشنکوفونو سره روغ رمټ تر دوی پورې را رسېدلي دي.
















