کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۳ل)
د يمني ځواکونو له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې هوايي ځواکونو يې صعده ولايت کې د فلسطيني ملت په ملاتړ او د يمن پر خاوره د امريکا او بريتانيا د بريدونو په غبرګون کې د امريکا ويوه (MQ_9) ډوله بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې.
خبرپاڼه کې دغه راز زياته شوې، چې بحري او توپچي ځواکونو يې په ګډو عملیاتو کې عدن خليج کې د (Groton) په نامه يوه بيړۍ په نښه کړې چې د دوی له خبرداري سره سره د اشغال شوي فلسطين بندرونو ته روانه وه.
بايد وويل شي چې د تیر میلادي کال د اکتوبر مياشتې له اوومې نيټې راهيسي غزه کې د اسراييلي اشغالګرو له لوري د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف روانو وحشتونو غبرګون کې يمني ځواکونو د عراق اسلامي مقاومت ډلې سره په ګډو عملیاتو کې د اسراييلو، امريکا او متحدينو ګڼ شمېر کښتۍ په نښه کړي او دغه راز يې اووه بی پيلوټه الوتکې رانسکورې کړي دي.


















