محمد سليم سليمان
په دې څو وروستيو کلونو کې د هېوادونو تر منځ شخړو، د کرونا وايروس خپرېدل ، د منځني ختيځ وروستۍ ناامنيو او د روسيې او اوکراين جګړې جهان په ډېر ناسم حالت کې درولی دی، تر ډېره پورې پخواني سياسي اتحاديې، سياسي او اقتصادي سازمانونه او هوکړه ليکونه هغسې محکم نه دي پاتې لکه پخوا، بلکې په مقابل کې یې نوي سياسي او اقتصادي سازمانونه او ګروپونه راټوکيږي چې دا د نړۍ څو قطبي والي ته په څرګند ډول اشاره ده. د اروپا او امريکا محوريت او ځواک پکې په عمومي ډول په پيکه کېدلو دی، د نړۍ هېوادونه وروستيو نړيوالو مسئلو ته په کتلو په دې هېوادونو هسې باور نه کوي لکه پخوا یې چې پرې کاوه.
د سوداګريزو خبرو اترو مشهور پلیټ فارمونو لکه (جي ۷ او جي ۲۰ ) خپل پخوانی واک او ځواک پيکه شوی دی، د دوی پریکړه لیکونه چې د اروپا او امريکا تر نظر لاندې لیکل کېږي، حتی د خپلو متحد هېوادونو ترمنځ د شکونو او اختلافاتو لامل ګرځي. سياسي شنونکي په دې باور دي ددې نړیوالو سازمانونو برخلیک په بشپړه توګه د دوی په بنسټيز بدلون پورې تړلی دی يانې کې ژوندي پاتې کېږي بايد له بنسټ څخه تغيير وکړي (چې دا په نږدې راتلونکې کې امکان نه لري) او که نه وي واضح دلايل موجود دي چې دا سازمانونه د زوال پر خوا روان دي.
په ورته وخت کې د شانګهای سازمان او بريکس سازمانونه چې په اصطلاح د نړۍ د ختیځ پر ګټو ولاړ دي، د نړۍ د خلکو خواخوږي ځان ته را اړولې ده او د محبوبيت کچه یې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د پام وړ لوړه شوې ده.
د غرب لپاره د خطر زنګ لومړی تیر کال په هند کې د (جي ۲۰) په سرمشریزه کې وکړنګېده. په دې ناسته کې دا څرګنده شوه چې جي شل چې د يو اقتصادي بلاک په توګه رامینځته شوی، سياسي لوري ته په چټکۍ روان دی او ان ويلی شو چې بشپړ سیاسي شوی دی د ګډونوالو هېوادونو د یوې محدودې حلقې لپاره يوه وسیله ګرځیدلې ده. چې تر ټولو ډېر پکې د متحده ايالاتو ، برتانیې او د اروپايي اتحاديې د يو شمېرو هېوادونو واک او ځواک دی. دوی په غونډه کې خوښونې کوي چې څوک دې را دعوت شي او د چا مخه دې ونيول شي .
له بلې خوا د BRICS سازمان چې اوسهمال يوولس غړي هېوادونه ( چين، برازیل، روسيه، هند، سويلي افریقا،ايران، مصر، ایتوپيا،متحده عربي امارات، سعودي عربستان دي) ټولو يوولس غړو هېوادونو په قاطع اکثریت د امریکا هغه مسوده رد کړه چې په (جي شل) سرمشريزه کې یې وړاندې کړې وه او بريکس غړو هېوادونو په متفقه توګه یې د اعالمیې د نوي متوازنې نسخې ملاتړ وکړ. حتی چین او هند، چې د خپلو هېوادونو پر پولو ځمکني ژور اختلافات لري، دلته په يوغږ د بريکس له اعلاميې ملاتړ وکړ، د اعالمیې د اصلي غوښتنو سرټکي (د اټومي وسلو کارول، توليد او پراختيا د منلو وړ نه دي) ،(د غنمو تړون بیا پیل) او( د مخ پر ودې هیوادونو د رول پیاوړتیا) وه.
له بلې خوا داسې هم ښکاري جي ۲۰ سازمان کې د انعطاف لرونکو او حوصله لرونکو هېوادونو نفوذ مخ په ډیریدو دی. او په جي ۲۰ کې د دوی د اعتبار په پراخېدو سره به د جي ۲۰ اصلي اهداف – اقتصاد او امنیت – یوځل بیا د اجنډا مرکز ګرځي نو که چیرې وضعیت په دې ډول روان وي، نو جي ۲۰ فرصت لري چې د نړۍ د مخکښو سوداګريزو او سترو راکړو ورکړو په برخه کې د خبرو اترو د مهم پلیټ فارم په توګه پاتې شي. که داسې نه وي بریکس یې په مقابل کې ډېر په چټکي روان دی او طبيعي ده چې هېوادونو د اقتصادي یووالي دندې به بريکس پرغاړه واخلي ځکه چې د نړۍ حالاتو او اوسنيو پېښو ته په کتلو ډېر په چټکۍ سره په نړۍ کې خپل اعتباراو ځواک پراخوي.
په هرصورت، په نوي ډیلي کې سرمشریزه د ولادیمیر پوتین او شي جینګ پینګ له ګډون پرته ترسره شوه روسيې او چین د جي ۲۰ خبرو اترو په بهیر کې په نه ګډون سره ددې سرمشريزې اعتبار لکه څنګه یې چې پخوا وو راټيټ کړ او دا د جي۲۰ لپاره یو بل د خطرناک سیګنال وو.
د جي سيون سرمشريزې وضعیت هم خورا خراب دی. د جي سيون وروستۍ ناکامه ناسته د ډېرو خلکو اندېښنې را ولاړې کړې دي،. په ایټالیا کې ترسره شوې د (جي سيون) وروستۍ سرمشریزه، چې د جون په نیمایي کې پای ته ورسېده، لا دمخه د اقتصادي او سياسي شنونکو د ” Parade of the Dead ” په نامه نومولې وه. د ګډون کوونکو هېوادونو له اوو مشرانو(ولسمشرانو) څخه پنځه په نن سبا کې له د واکداري له څوکۍ ايسته کېږي او يا یې دوره ختمېږي. چې په لړ کې یې د برتانيا لومړی وزير ريشي سوناک تر ټولو مخکې شو او لومړی یې څوکۍ د لومړي وزارت څوکۍ د سختې ماتې په پايله کې وبايلله.
بل په لیکه کې د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون دی ، چې پارلماني نفوذ یې له لاسه ورکړی او ګوند یې په قاطع اکثريت د پارلمان څوکۍ بايللې دي ان دا چې دويم ځای یې هم نه دی نيولی. بایډن خو ان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له کانديد کېدلو څخه هم تېر شو، او کاناډا ټروډو باندې هم لکه په امريکا کې چې په بايډن باندې د خپل ډيموکراټ ګوند لخوا فشارونه ډېر وو د څوکۍ څخه د لرې کېدلو فشارونه دي او نوموړي خپله هم په يوه مرکه کې ويلي چې هره ورځ د لومړي وزارت له څوکۍ څخه د ايسته کېدلو په فکر کې دی. نو بناء جي سيون د هغو هیوادونو د مشرانو لخوا نمايندګي کیږي چې د دوی په خپلو هېوادونو کې اکثريت رايې نه لري او باور نه ورباندې کېږي نو طبيعي ده چې په نړیوالو پروسو باندې به هم د دوی اغیز ډېر کم او پيکه وي.
د ايټاليا لومړۍ وزيره جورجيا مېلوني به څوکۍ پاتې وي خو ايټاليا ددې وړتيا په اوسمهال کې نه لري چې خپل ځپل شوی اقتصاد دې ژر بيرته لکه پخوا په پښو ودروي. ډېری فرصتونه د اشتباهاتو او غلطو مقياسونو له امله د ايټاليا له واکدارنو ضايع شوي دي چې بيرته د ايټاليا اقتصادي پياوړتيا به وخت ونيسي.
د قزاقستان په استانې ښار کې د شانګهای د همکاريو سازمان وروستۍ سرمشریزې کې د ګډون کوونکو هېوادونو لیوالتیا او جراات په ډاګه کړه چې د نړیوالو مسئلو په اړه د زبرځواکو له فشار پرته هم ځينې هېوادونه کولای شي خبرې وکړي او نظر څرګند کړي، دې سازمان هم د ټولې نړۍ پام ځان ته اړولی دی. وروستۍ اعالمیه کې یې د محور ټکي هغه ستونزې وې چې په شکل د اشکالو ټوله نړۍ ترې متاثره ده. شانګهای سازمان اوس له سيمه ييز حالت څخه نړيواله حالت ته په چټکۍ روان دی او په زیاتیدونکي توګه د نړۍ د ټولو انسانانو د برخلیک پورې تړلې موضوع ګانو باندې بحثونه کېږي او د ښه راتلونکي لپاره ورته حل لارې لټول کېږي.
د شانګهای همکاري سازمان بنسټ اېښودونکو هېوادونو په متفقه توګه د اټومي وسلو څخه د فضا د ازادۍ او په ځمکه کې د دوی د نه خپریدو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه یو بل ډیر مهم بحث د تروریزم سره په مبارزه کې د دوه ګوني معیارونو د نه منلو په اړه وو. دوی په اعلاميه کې واضح کړي دي چې تروریزم یوه عامه او نړيواله ستونزه او د هرهیواد لپاره خطرناکه ده. دا یوازې په ګډه مبارزه او په ګډه د نړۍ د هېوادونو لخوا د لارو چارو په کارولو سره یې مخنيوی کېدای شي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو د بیولوژیکي وسلو د کنوانسیون په کلکه د رعایت غوښتنه وکړه، د هېوادونو په کورنيو چارو کې یې د نورو هېوادونو لاسوهنې رد کړې او نړیوالې ټولنې ته یې بلنه ورکړه چې د (د نړۍ د اتحاد لپاره د عادلانه سولې، همغږي او پرمختګ ) په هغه انجمن کې ګډون وکړي چې ددې سازمان لخوا په همدې موخه رامنځته شوی دی.
نو له دې پورته ټولو قراينو او شننو داسې ښکاري چې نړۍ په سياسي او اقتصادي لحاظ د بدلون په حال کې ده او تر ډېره پخواني سازمانونه، ګروپونه او اتحاديې په هماغه حال نه پاتې کېږي بلکې د هېوادونو مشران د خپل سياسي او اقتصادي ګټو په رڼا کې د نوي سازمانونو غړيتوب، او نويو ګروپونو د جوړولو په حال دي او دا په دې په څرګند ډول دلالت کوي چې نړۍ له يو قطبي حالت څخه چې د امريکا او اروپا په مرکزيت راڅرخېده د څو قطبي کېدلو پرخوا روانه ده.