بنګله دېش کې پر یوه زندان ډله ییز برید؛ سلګونه بندیان تښتېدلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۳ل)

د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له استعفا وروسته د شېرپور له زندانه تر ۵۰۰ ډېر بندیان تښتېدلي دي.

د بنګلادیشي رسنیو د خبر له مخې د شیرپور په ولسوالۍ کې یوه زندان ته په وسلو او لرګیو سمبال وسله وال نتوتلي او تر ۵۰۰ ډېر بندیان یې ازاد کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د یوې میاشتې خونړیو لاریونونو په پایله کې د شیخ حسینې ريژیم نسکور شو، نوموړې هند ته وتښتیدلي او دا مهال د یاد هیواد چارې پوځ سمبالوي.

مربوطه مطالب

Back to top button