کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۳ل)
د عراقي رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هیواد په شمال کې د امریکایي پوځیانو په اډې توغندیز بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۷ سرتېري ټپیان شوي دي.
امریکايي چارواکو د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې برید د “عین الاسد” په هوايي اډې شوی او د “کاتیوشا” په نامه دوه توغندي پر یادې اډې لګیدلي دي امریکایي چارواکو په برید کې د پراخو مالي زیانونو خبر هم ورکړی دی. د یادونې وړ ده، چې د برید مسؤلیت د عراق د اسلامي سازمان “حشدالشعبي” په نامه وسله والې ډلی منلی او په خبر یې برید یې بریالی و او ګڼو امریکایي پوځيانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.















