عبدالمالک الحوثي: د صهیونیستي دښمن په وړاندې پریکنده عملیات په لاره دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس غورځنګ او صهیونیستي ريژیم ترمنځ خبرو کومه پایله نه ده ورکړې او غزه کې لا هم خونړۍ نښتې روانې دي د یمني حوثیانو بسټګر او روحاني مشر “عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د صهیونیستي دښمن په وړاندې د پریکنده عملیات په لاره دي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د اسماعیل هنیه وینه به نه هدر کېږي او او یمن به له ایران او حزب الله سره په ګډه د نوموړي د وینو بدل اخلي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام خبرداری ورکړی، چې ځواکونه یې د تیارسۍ په حالت کې دي او د یو پرېکنده برید لپاره یې چمتوالی بشبړ کړی ده.



