لوړ پوړو افغان او ترکمنستاني پلاوو د سترو اقتصادي پروژو په هکله خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ د کانونو او پټرولیم، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزيرانو او د کورنيو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مرستيالانو، هرات والي او نورو چارواکو په ګډون افغان پلاوي د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مردوف په مشرۍ د هغه هیواد د وزيرانو شورا د مرستيالانو او کابينې غړو او نورو لوړپوړو چاروکو په ګډون د ترکمنستان پلاوي سره د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر گډه پوله وکتل.
دواړو پلاوو په تورغنډۍ کې د وسپنې پټلۍ له سټېشن، له ټاپي نلليکې او د ټاپ د برېښنا له لویو پروژو څخه د ګډې پولې یوې او بلي غاړي ته ليدنه وکړه او د ټاپي نلليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالی وارازوه.
د بهرنيو چارو وزير د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت اړوندو ارګانونو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د غځولو لپاره خپل چمتووالی بشپړ کړ دی او تيار دي چې عملي کار پيل شي.
مولوي امير خان متقي همداراز وويل، چې د تورغنډۍ وسپنې پټلۍ د سټېشن او همدارنګه د نلليکې د غځولو په برخو کې د ترکمنستان د پانگونې هرکلی کوي او دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د ټولې سيمې اقتصاد وغوړوي د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د دې لیدنې پرمهال د ټاپي نلليکې د عملي چارو د پيل لپاره د ترکمنستان په خاوره کې د خپل هېواد ټولې تيارۍ افغان لوري ته ښکاره کړل.
ښاغلي رشيد مردوف وويل، چې هېواد يې بشپړه ژمنتيا لري چې ډېر ژر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي عملي چارو د پيل ترڅنگ د وسپنې پټلۍ او سټېشن د رغولو چارې هم پيل شي او د نورالجهاد دبرق سبسټېشن به ګټې اخيستلو ته وسپارل شي.



