ولسمشر اردغان اسلامي نړۍ ته: صهیونیستانو ته اجازه مه ورکوئ چې خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په اسلامي نړۍ غږ کړی، چې صهیونیستان مه پریږدئ ترڅو خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي.
نوموړي ویلي که اسلامي نړۍ د اسرائیلو لخوا غزه کې د روانو ظلمونو مخه ونه نیسي، ښایي ډېر ژر ټولو ته لویې او پیچلې ننګونې رامنځ ته کړي.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې صهیونیستي ريژیم په ښکاره او لوی لاس هڅه کوي چې د اسلامي نړۍ پر وړاندې ستونزې جوړوې کړي.
ولسمشر اردغان یوځل بیا د اسرائیلو نیواکګرو پر وړاندې د فلسطنیانو د مقاومت ننګه کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.



