ولسمشر پوتین: لوديځو هيوادونو فکر کاوه چې حماس ته به ماتې ورکړي، خو پاتې راغلل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ وږی، ۱۴۰۳ل)
د روسیې ولسمشر پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې لوديځو هيوادونو فکر کاوه چې حماس ته به ماتې ورکړي، خو پاتې راغلل.
د نوموړي په خبره ټول غرب په غزه کې د حماس له یوې وړې ډلې سره په جګړه کې ښکېل دی، خو بیا هم ماتې نه شي ورکولای.
ولسمشر پوتین زیاته کړې، چې غرب فکر کاوه چې حماس به ماتې وخوري او دوی به خپلو شومو موخو ته ورسیږي، خو دا خیال یې په خوب بدل شوو.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی، که د غرب یو شمېر هېوادونه د فلسطین له غزې خپلې پښې سپکې نه کړي، ممکن لویې منفي پایلې ورته ولري.



