کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر “مولوي امیرخان متقي” د اسلامي همکاریو سازمان په پنځوسمې غونډې کې د ګډون لپاره “کامیرون” جمهوریت ته تللی دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د یو ویډیویي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې امیرخان متقي به د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځوسمې غونډې په څنډه کې د یاد سازمان د یو شمېر غړو هیوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو او استازو سره هم وګوري.