کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په شمالي او جنوبي سیمو کې د حماس اسلامي غورځنګ، اسلامي جهاد او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو سره په وسله والو نښتو او چاودنو کې ګڼ شمېر صهیونیستي اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام ویب پاڼې ته ومنله، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې ځواکونو د اسرائیلي نیواکګرو پر یو پوځي کاروان کمین وهلی، چې په پایله کې یې ۲۰ تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د اسلامي جهاد سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ځواکونو یې د غزې تړانګې په مرکزي سیمو کې د اشغالګرو ۷ زغروال ټانکونه په بمونو الوځولي، چې په پایله کې یې نیواکګرو ته درانه زیانونه اړولې دي.
د سرایة القدس یا “قدس لېوا” ویاند ابو حمزه خبر ورکړی، چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړنګې په بېلا بېلو برخو کې په اشغالګرو ځواکونو ګڼ شمېر بریدونه کړي، چې په نتیجه کې یې ۱۰ صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ویلو ده، چې صهیونیستي ريژیم تر اوسه د فلسطیني مقاومتي ډلو د اعاوو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو ځینو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د غزې بېلا بېلو برخو کې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















