کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۴۰۳ل)
د فلسطیني مقاومتي ډلې “اسلامي جهاد” مرستیال مشر “محمد الهندي” ویلي، څوک چې سيمه کې د اسراييلو سره له مقاومت څخه ډډه کوي تل به د غلامي ژوند کوي.
نوموړي ویلي، چې اسرائیلي ريژیم د مقاومت په ماتولو کې پاتې راغلی او ان تر اوسه د خپل کوم بندي په خوشې کولو هم نه دي بریالي شوي.
د نوموړي په خبره: څوک چې په سیمه کې د اسرائیلو سره د مقابلې څخه ډډه وکړي هغوی به د صهیونیستانو او د امریکا د غلامانو په توګه ژوند کوي.
د اسلامي جهاد مرستیال مشر د خپلو خبرو پر دوام ویلي: دا د افسوس خبره ده چې امریکا اسرایلو ته وسلې ورکوي او فلسطینیانو ته خوراکي مواد ورغورځوي. واشنګټن په سیمه کې د جګړې له پراخیدو ویره لري ځکه د بندیانو د خوشې کولو لپاره د اوربند غوښتنه کوي، نه دا چې د فلسطیني ولس غم ورسره دی.
نوموړي ټینګار کړی، که په غزه کې د اوربند تړون باندې هوکړه هم وشي جګړه به دوام لري ځکه اسرائیلي نیواکګر په خپلو ژمنو د وفا تاریخ نه لري صهیونیستان یوازې د زور په ژبه پوهیږي، موږ د غزې په ګډون د ټول اشغال شوي فلسطین د خپلواکۍ لپاره جګړه پیل کړې او دوام ته یې هم ژمن یو.
د اسلامي جهاد مرستیال مشر وایي، کومه جګړه، چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې غزه کې روانه ده. د مقاومت د ځواکونو مرال ورسره غښتلی شوی، په لبنان، سوریې، عراق او یمن کې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې اسلامي اُمت کې د بیدارۍ څرک لیدل کېږي، چې له امله یې په سیمه او نړۍ کې د صهیونیستي ترهګر ریژیم حیثیت ته شرمونکی زیان رسیدلی اوس اُمت له یهودانو نه ویریږي او موږ هیله لرو چې اُمت کې د بیدارۍ دا نوښت به د فلسطین د خپلواکۍ لپاره ګټور تمام شي.


















