کابل ټکی کام ۱۰کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
العربیه مصري خبري رسنۍ خبر ور کړی دی، چې تېر مازدیګر په سومالیا کې دوه چاودنې وشوې، چې له کبله یې ۲۵ کسان مړه، او ۵۰ تنه نور ټپيان شول.
یاده رسنۍ دغه برید د القاعده تنظیم د الشباب ډلې پورې تړي، او وايي، چې:
«القاعده پورې تړلې ډلې الشباب تيره ورځ د سوماليا په سويل لويديځ کې د «بيداوا» په ښار کې په يوه کافي کې دوه چاودنې وکړې.»
په قاعدة الجهاد تنظیم پورې تړلې ډله الشباب د سومالیا هېواد په یو شمېر سیمو کې پراخ حضور لري، چې د دغه هېواد لویدیځ پلوه حکومت د ځپلو کوښښ کوي.


















