کابل ټکی کام۱۰کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د کابل د اوومې حوزې په مربوطاتو کې د یوې بمي چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
دغه چاودنه نن سهار ۷ بجې د اقا علي شمس په ساحه کې شوې ده.
ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې دغه چاودنه په هغه موټر شوې ده، چې د کومانډو له قومندانانو څخه یوه قومندان به په دغه موټر کې تګ راتګ کاوو.
سرچینه وایي، ښایي د یادې چاودنې هدف هم یاد قومندان وو.
سرچینې د یاد قومندان هویت څرګند نکړ، او نه یې هم د مرګ ژوبلې په اړه څه ویلي دي.
لا تر دا مهاله نه امنیتي مسئولینو د یادې چاودنې په اړه څه ویلي دي، او نه یې هم چا مسئولیت په غاړه اخیستی دی.


















