کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ تله، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې د حزب الله او صهیونیستي ريژیم ترمنځ نښتې ډېرې شوې، له سیمې تازه راپورونه وایي، چې صهیونیستي ترهګر ريژیم نن سهار وختي د لبنان په جنوب کې ګڼې سیمې په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۴۰ تنه شهیدان شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د این این اې خبري آژانس خبر ورکړی، چې په جنوبي نباتیش سیمه کې له اتیا ډېر ځایونه بمبار شوي دي او دغه راز د بنت جبیل او مرجایون سیمو کې هم ګڼ شمېر ځایونه په نښه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم وروستي بریدونه د حزب الله اسلامي غورځنګ د ځواکونو د وړمې ورځې له پراخو او ویجاړونکو بریدونو وروسته ترسره کوي. د یاد غورځنګ مرستیال مشر خبرداری ورکړی، چې اوس له اسرائیلو سره د محاسبې وخت رارسیدلی دی او ځواکونه یې په یوه بې انتها جګړه کې ښکیل شوي دي.


















