کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۴۰۳ل)
صهیونیستي پوځ خبر ورکړی، چې د حزب الله لخوا د چهارشنبې په سهار توغول شوي بالستیک توغندي په لومړي ځل تل ابیب ته رسیدلي دي.
له بل پلوه حزب الله غورځنګ ادعا کړې، چې د اسرائیلو د څار ګرې ادارې موساد مرکز یې په نښه کړی چې تل ابیب ته نږدې دی. دغه ډله وایي، چې برید کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته مهال اسرائیلي “هارتز ینیټ” خبري شبکې ویلي، چې دا لومړی ځل دی، چې حزب الله پلازمېنه تل ابیب په نښه کوي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د لبنان او اشغالي فلسطین پر پوله د حزب الله ځواکونو او صهیونیستي ريژیم ترمنځ نښتو زور اخیستی او په یو بل یې سلګونه هوایي او توغندیز بریدونه کړي، چې په پایله کې یې سلګونه کسان وژل شوي دي.

















