کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ تله، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو د اشغالي فلسطین ایلات ښار کې صهیونیستي اهداف په نښه کړي دي.
یادې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې ځواکونو یې نن سهار وختي د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اشغالي فلسطین په “ایلات” بندري ښار کې د صهیونیستي ترهګر ريژیم یوه پوځي اډه هدف ګرځولې، چې په پایله کې یې پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه ده، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” ځواکونه اسرائیلي اهداف په نښه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په سیمه کې د امریکا، برېتانیا او صهیونیستي ريژیم پر اهداف ګڼ بریالي عملیات ترسره کړي دي.


















