
حزب الله غورځنګ د خپل مشر حسن نصر الله وژل کېدل تائید کړل
کابل ټکی کام (شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۳ل)
تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې په لبنان کې تېره شپه د اسرائیلو د پوځ له لوري په ترسره شویو بریدونو کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وژل شوی دی.
په ورته مهال الجزیرې او ګڼو نورو بهرنیو رسنیو هم د حزب الله ډلې له قوله د دې ډلې د پخواني مشر حسن نصر الله د وژل کېدو د تائید خبر ورکړی دی.
بلخوا تر دې وړاندې د اسرائیلو رسنیو هم خبر ورکړی و، چې د تېرې شپې په بریدونو کې یې حسن نصرالله وژلی دی.



