کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۳ل)
د یمن وسله والو ځواکونو ادعا کړې، چې فلسطین او لبنان کې یې له زړور مقاومت د ملاتړ په موخه د بې پیلوټه الوتکو په مټ اشغال شوي فلسطين کې ګڼ شمېر اهداف په نښه کړي دي.
د یمني ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” پلازمېنه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي: ځواکونو یې د جفا بې پیلوټه الوتکو په مټ د اشغال شوي فلسطین په “اُم الراشد” ښار کې په بریالیتوب سره د صهیونیستي ريژیم څلور موخې په نښه کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې جنرال یحیی سریع په ټولو عربي او اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې نوره دې چوپتیا ماته کړي او په فعاله توګه دې په دغې برخلیک ټاکونکې جګړه کې برخه واخلي. نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی،، چې د اقصی توپان د دوښمن ځپونکو عملیاتو د لومړۍ کلیزې په درشل کې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به په صهیونیستي ريژیم نور بریدونه هم ترسره کړي.