کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیلو وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې دا بریدونه “د ټولو منل شویو اصولو او اخلاقي موازینو خلاف د بشریت ضد عمل” بللی دی.
په دې اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې هم له دې کبله نیوکه شوې چې ګواکې د دغو بریدونو مخنیوي لپاره یې جدي اقدام نه دی کړي.
اعلامیه وايي، اسلامي امارت په فلسطین کې د روانې نسل وژنې په دوام، پر لبنان او د سیمې پر نورو هېوادونو د صهیونیستي رژیم د پراخېدونکو بریدونو پر وړاندې د نړۍ د هېوادونو جدي اقدام نه کول د توجیې وړ نه بولي، له ټولو نړیوالو او سیمه ییزو مسوولو لوریو جدي غوښتنه کوي، چې په ګډه د صهیونیستي رژیم د یرغل مخه ونیول شي او د مشکل د اساسي حل لپاره قاطع تصمیم ونیسي.”