ایران د اسرائیلو پر پلازمېنې تل ابیب ګڼ شمېر بالستیک توغندي توغولي دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۰ تله، ۱۴۰۳ل)

‏ایران د اسرائیلو پر مرکز «تل ابیب» باندې گڼ شمیر بالستیک راکټونه توغولي دي.

د راپورونو له مخې د ایران بالستیک راکټونه په ۱۲ دقیقو کې «تل ابیب» ته رسیدلي، گڼ شمیر یې په هدفونو لگیدلي او برید لا هم جریان لري.

هممهاله دوو وسله والو کسانو د «تل ابیب» په واټونو کې په خلکو ډزې کړي چې له کبله یې ۶ کسان وژل شوي او لسگونه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یي به د روانې جمعې د لمانځه امامت وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button