د روسیې بهرنیو چارو وزیر: د امنیتي ګواښونو پر خلاف د افغان حکومت د مؤثرو اقداماتو ستاینه کوو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ تله، ۱۴۰۳ل)

د مسکو فارمټ د شپږمې ناستې پرانیستغونډې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر “سرگي لاوروف” په خپلو خبرو کې ویلي، چې د امنیتي ګواښونو پر خلاف د افغان حکومت د مؤثرو اقداماتو ستاینه کوو.

لاوروف زیاته کړې: ‏غواړو افغانستان سره خپلو اړيکو ته په سياسي او اقتصادي برخو کې پراختيا ورکړو.

د امنيتي گواښونو او مخدره موادو پرخلاف د افغان حکومت د مؤثرو اقداماتو ستاينه کوو.

زموږ شرکتونه لېواله دي چې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانگونه وکړي.

په سيمه او نړۍ کې له وروستيو پېښو وروسته د افغانستان موقعيت اهميت د اقتصادي اتصال په برخه کې لا زيات شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button