متقي: د ا.ا.ا په حاکمیت سره هېوادوالو ته غوره خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ تله، ۱۴۰۳ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي د مسکو فارمټ شپږمې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د افغانستان د پراختیا، اقتصادي ودې، پانګونې او ورته نورو برخو کې کوټلي ګامونه پورته شوي دي.

د ویلو ده، چې متقي په دې ناسته کې له کوربه او غړو هېوادونو غوښتي، چې یاد “مېکانیزیم” د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ په همکارۍ بدل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button