لبنان کې ۵۰ صهيونيستي پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۳ تله، ۱۴۰۳ل)
وروسته له هغه، چې د تېرې اوونۍ په نيمايي کې اسرائيلي پوځ لبنان کې د حزب الله ډلې پر ضد ځمکني عمليات پيل کړل، راپورونه ښيي، چې په دوو ورځو کې له ۵۰ ډېر اسرائيلي پوځيان له حزب الله ډلې سره په جګړه کې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.ځينو سرچينو دغه شمېر ۱۴ ښودلي؛ خو د اسرائيلو پوځ د لبنان په جګړه کې د خپلو اتو پوځيانو د وژل کېدو او د اوو نورو د ټپي کېدو خبر تائيد کړی دی. ورته وخت کې د یمن وسله والو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تل ابيب کې يې د پوځ يو مهم مرکز په نښه او د ډرون پر مټ يې ويشتلی دی. د اسرائيلو پوځ دغه عمليات نه دي تاييد کړي، خو ويلي يې دي، چې تل ابيب کې يې د ډرون عملياتو مخه نيولې.



