کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴، تله، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د خونړيو نښتو په پایله کې یې ۱۷ تنه اسرائیلي سرتیري وژل شوي دي.
د حزب الله په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې “عملیاتي خونې د باوري ساحوي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په نښتو کې ۱۷ اسرائیلي سرتیري وژل شوي دي.”
د اسرایلو پوځ اعلان وکړ چې د سپټمبر له ۳۰مې راهیسې په لبنان کې د ځمکنیو بریدونو له پیل راهیسې د دوی ۹ پوځیان وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ راپور ورکړی چې د سپټمبر په ۳۰ یې د لبنان په سویل کې د حزب الله د تاسیساتو په وړاندې محدود او شدید ځمکني بریدونه پیل کړل.
د اسرائیلو پوځ چې د اکتوبر له اتمې نیټې راهیسې له حزب الله سره نښتې روانې دي، د سپټمبر په ۱۷-۱۸ د حزب الله له خوا کاریدونکو ارتباطي دستګاګانو او مخابرو په چاودلو سره حزب الله ته ستر ګوزار ورکړ. د سپټمبر په ۲۳مه یې د لبنان پر جنوبي ښارونو او بیکا او بعلبیک سیمو سلګونه هوايي بریدونه وکړل.
د لبنان د چارواکو په وینا، د سپټمبر له ۱۷ راهیسې د حزب الله د ارتباطي وسایلو د چاودېدو راهیسې د ۱۰۴ ماشومانو او ۱۹۴ میرمنو په ګډون ۱۳۷۴ کسان شهیدان شوي دي.
همداشان اسرائیلو د سپټمبر په ۲۷ مه په بیروت کې د حزب الله د ډلې په مرکزي دفتر د برید سره ددې ډلې د مشر حسن نصرالله په ګډون ګڼ شمیر چارواکي ووژل شول.