کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت”حشدالشعبي”د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۵ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې نن سهار وختي له عراق څخه بم غورځونکې بې پیلوټه الوتکې ته پرواز ورکړی، او د سوریې او اشغالي فلسطین پر پوله یې د ترهګر صهیونیستي ريژیم یوه اډه هدف ګرځولې، چې په پایله کې یې ۵ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې هم د برید او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو اسرائیلي ريژیم تر اوسه په رسمي توګه د یادې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.