جنوبي لبنان کې ۵ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۳ل)
د صهیونیستي رژیم پوځ اعلان کړی، چې په جنوبي لبنان کې یې د حزب الله د اسلامي مقاومتي غورځنګ ځواکونو سره په نښتو کې ۵ پوځیان وژل شوي دي.
اسرائیلي پوځ ته نږدې ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې حزب الله وسله والو سره نښتو کې ۵ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر اساس، پر لبنان د اسراییلو د ځمکنیو بریدونو له پیل څخه تر دې دمه ۴۸ صهیونیستي پوځیان وژل شوي؛ خو د حزب الله سرچینې بیا ادعا کوي، چې په تېره یوه میاشت کې یې ۱۲۰ اسرائیلي پوځیان وژلي دي.



