غزه کې ۳ اسرائیلي پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۳ل)
د اسراییلو پوځ د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې، د غزې په شمال کې یې یو سرتېری د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوی دی.
تر دې څو ساعته مخکې هم د اسراییل پوځ راپور ورکړی و چې، په شمالي غزه کې یې دوه نور عسکر وژل شوي دي.
د صهیونیستي پوځ د شمېرو لهمخې، د هغو اسراییلي سرتېرو شمېر، چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې په ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي، ۳۷۰ ته رسېدلی دی؛ خو ځینې نړیوالې رسنۍ په غزه کې د وژل شويو صهیونیستي پوځیانو شمېر څو برابره ډېر یادوي.



