غزه کې لسګونو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا خبر ورکړی، چې د غزې په شمال کې یې پر صهیونیستي پوځیانو مرګوني بریدونه کړي، چې په پایله کې یې لسګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د القسام لېوا لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي، چې د غزې په شمال کې د جبالیا کډوالو کمپ کې په یوه کور کې پټ شوو اسرائیلي سرتیرو باندې یې توغندیز بریدونه کړي دي.
په بیان کې زیاته شوې چې د جبالیا کډوالو کمپ په منځنۍ برخه کې د یمن السعید روغتون ته نږدې په برید کې اسرائیلي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، او په غزه ښار کې هم اسرائیلي سرتېري په نښه شوي دي.
د اسرائیلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



