د امریکا ټاکنې؛ ټرمپ خپله بریا اعلان کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۳ل)

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوي، خو د جمهوریپالو نوماند ډونلډ ټرمپ خپله “بریا” اعلان کړه.
له ټاکنو وروسته نوموړي په خپله لومړۍ وینا کې وویل، امریکا به “طلایی دور” ته بوځي.
هغه زیاته کړه، “د امریکا د خلکو لپاره دا ستره بریا موږ ته اجازه راکوي چې امریکا ته عظمت بیرته راوړو.”
د بریا لپاره ۲۷۰ رایو ته اړتیا ده، چې ښاغلي ټرمپ تر اوسه ۲۶۶ رایې ګټلې دي او سیالې یې کمالا هرېس ۱۹۴ رایې لري.

مربوطه مطالب

Back to top button