د امریکا ټاکنې؛ ټرمپ یوځل بیا ولسمشر شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ لړم، ۱۴۰۳ل)
د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلې سیالې کاملا هریس ته په ماتې ورکولو سره د امریکا نوي ولسمشر شو. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، ډونالډ ټرمپ د ۲۷۹ الکټرال رایو په ګټلو سره د امریکا ۴۷ ولسمشر شو.
دې سره هممهاله ترکیې، هند، یوکراین، قطر او گڼ شمیر نورو هیوادونو «ډونلد ټرمپ» ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.



