غزه؛ حماس ځواکونو سره نښتو کې ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمالي او ځینو نورو سیمو کې حماس ځواکونو سره نښتو کې ۳ صهیونیستي پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المنار تلویزیوني” شبکې ته ویلي، چې ځواکونو یې د اشغالګر پوځ ۲ پرمختللي ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ۳ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي پوځ هم د غزې په شمال کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.



