د يمن وسله والو ځواکونو اسرائیلي بيړۍ ويشتلې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې يمني ځواکونو سور سمندرګي کې یوه اسرائیلي بيړۍ ويشتلې ده.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” په یوه ویډیویي پیغام کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې له فلسطیني او لبناني ولس سره د ملاتړ په موخه په سره سمندرګي کې د اسرائیلو اړوند هغه بېړۍ ویشتلې، چې اشغالي فلسطین ته یې تیل لیږدول.

د یادونې وړ ده، چې یمني ځواکونو یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې په سره سمندرګي، عدن خلیج، هندي سمندر او بحرین سمندر کې به یې د اسرائیلي، امریکایي او برېتانوي بېړیو پر وړاندې عملیات دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button