کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یادې تړانګې په شمالي او یو شمېر نورو سیمو کې د حماس اسلامي غورځنګ ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې ۷ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د حماس غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې سره خبرو کې ادعا کړې، چې د غزې تړانګې شمال کې یې د صهیونیستي پوځ دوه زغروال ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم په رسمي توګه تر دې دمه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو پوځ ته نږدې ۱۲ خبري شبکې منلی، چې غزه کې یې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.