کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” یوځل بیا افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د قطر هېواد د امیر “تمیم بن حمد آل ثاني” سره په ګډ خبري کنفرانس کې کړي دي.
ولسمشر اردغان د افغانستان اوسنیو واکمن نظام سره تعامل یوه مهمه اړتیا بللې ده او په خبره یې افغانستان به هېر نه کړي.


















