دیموکراسۍ څلور لارې ته د لاریون والو رسېدل؛ د شهباز شریف حکومت له ننګونو سره مخ کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

په داسې حال کې، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند زرګونه ملاتړي د پلازمینې اسلام آباد “دیموکراسۍ” څلور لارې ته رسیدلي او پرلت یې پیل کړی د شهباز شریف حکومت له سختو ننګونو سره مخ شوی ده.

د کار پوهانو په اند که حالات همداسې دوام وکړي او د تحریک انصاف ګوند غوښتنې ونه منل شي نو لرې نه ده، چې د بنګله دیش تاریخ تکرار شي.

که څه هم د دیموکراسۍ څلورلارې په ګډون د پلازمېنې په مهمو سیمو کې د پاکستان وسله وال ځواکونه ځای پر ځای شوي؛ خو داسې ښکاري، چې پوځ نه غواړي په لاریون کوونکو په ډزو کولو سره د هغوی مخنوی وکړي.

په ورته مهال د پاکستان دفاع وزیر “خواجه آصف” ویلي که پرلت دوام وکړي دوی به یې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي، ځکه د پرلت دوام نړیوالو ته د پاکستان د منفي اړخ ښودنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې یوځل بیا د تحریک انصاف ګوند او حکومت ترمنځ د مذاکراتو هڅې روانې دي؛ خو داسې نه ښکاري، چې اوس دې لاریون کوونکي د حکومت سره مذاکراتو ته لیواله وي. لاریون کوونکي د عمران خان په ګډون د یاد ګوند د ټولو زنداني مشرانو د خوشې کولو او د شهباز شریف په مشرۍ د حکومت د استعفا غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button