لیکوال: عمران فهیم
د لویو او زبرځواکو هېوادونو په تړاو او د دوی د نظامي برخليک اړوند یوه مقوله چې تر ډېره یې تطبق موندلی او رښتیني ښکاري دا ده چې لوی او زبرځواک هېوادونه هېڅکله نه غواړي، جګړې خپل کور ته وروړي؛ بلکې ستر هېوادونه له یوه بل سره مستقیم ټکر هم نه غواړي او نه مخامخ خپل زور ازمایي. ستر هېوادونه له یوه بل سره د سیالۍ په خاطر کوچني او یا کمزوري هېوادونه انتخابوي او هلته د خپلو شومو موخو او ګټو لپاره جګړه پر مخ وړي. بله مهمه خبره دا چې د ویسټفالیا له تړون وروسته ملتونه په هېوادونو کې مدغم شول او ترمنځ یې د سرحدونو او رسمي پولو په نامه کرښې کش شوې. په دې مانا چې د هر هېواد ارضي تمامیت په نښه شو او هېچا ته اجازه نشته چې له خپلو پولو ورهاخوا د بل ملت د ښېرازۍ او بربادۍ چیغې ووهې. دا همغه تړون دی چې د اسلامي امارت د یووالي نعره یې هم په ستوني کې تربته کړه.
د لویو قدرتونو په تړاو یوه بله مقوله هم صدق کوي: شاوخوا یې بحرانونه راپورته کړه. دا هم ډېر شیطاني او د پراکسي جنګونو موثره وسیله ده. له دې پالیسي لوی قدرتونه ګټه اخلي. یعنې که چېرې څو زبرځواکونه د یوه بل له نفوذ او پیاوړتیا وېره لري، نو شاوخوا یې اور بل کړه او دی هم پکې وسوځوه. د روسیې په تړاو هم د امریکا او ناټو دا پالیسي بیخي صدق کوي. د دې نظریې لنډه شرحه دا چې یو زبرځواک څنګه له شاوخوا په تدریجي ډول کلابند شي.
د اوکراین او مسکو د جګړو له پیله شنونکو داسې انګېرله چې ګویا غربي هېوادونه به د اوکراین پوځي او مالي برخې ته په اخلاص راودانګي، خو کله چې جګړه پیل شوه، غرب د نړۍ او په ځانګړې توګه د اوکراین د تمې خلاف یوازې پر نیوکو بسنه وکړه او دغه هېواد یې د روسیې منګولو ته یوازې پرېښود.
لوېدیځ او امریکا د اوکراین د ملاتړ په موخه یوازې دوه غوراوي لرل: لومړی، که روسیه پر اوکراین برید وکړي، نو غربي هېوادونه باید په جګړه کې د مسکو خلاف له اوکراین سره ودرېږي. دویم، که د برید پرمهال لوېدیځ خپل عسکر کییف ته نشي لېږلی، دوی مکلف دي چې اوکراین ته سپکې او درنې وسلې ورکړي او له روسي ځواکونو سره یې د جګړې سیال کړي.
پوهېږئ لوېدیځ او امریکا ولې خپل پوځونه هلته ونه لېږل؟ ځکه د روسیې له پوځیانو یې وېره لرله. د روسیې پوځ د نړۍ په پنځو سترو پوځونو کې راځي، له همدې امله غربي هېوادونو ورسره د مخامخ جګړې جرئت ونه کړ. همدا سبب و، چې د جګړې په لومړیو کې ناټو اعلان وکړ چې که روسیه پر اوکراین برید هم کوي، موږ هلته خپل ځواکونه نه شو استولی.غربيان په دویم غوراوي کې هم پاتې راغلل. وړاندې مو وویل چې روسي پوځ د نړۍ پنځم ستر پوځ دی او د کییف او مسکو جګړه کې د مسکو تله بېخي درنه ده. د روسیې د پوځ کلنی لګښت ۶۱.۵ ميلیارده ډالره و، په داسې حال کې چې د اوکراین پوځي لګښت یوازې ۵.۹ ميلیارده ډالره و. اوکراین له خپلې خاورې د دفاع لپاره اړ شو، چې ان پر عامو وګړو هم وسلې وویشي او له ۱۶ تر۶۰ کلنو ځوانانو او سپین ږیرو باندې یې له خپلې خاورې دفاع لازمه وګرځوله.
اوکراین چې په کومه اندازه امریکا او ناټو ته مهم دی، له هغې لس چنده روسیې ته اهمیت لري. مسکو هېڅکله نه غواړي چې اوکراین یې له منګولو ووځي. اوکراین سره د غرب سوړ چلند دا ښکاره کوي چې یاد اپورچونېسټ هېوادونه تل د خپلو ګټو په موخه د یو چا شا ټپوي او د ملاتړ دروغجن زېري ورکوي. آن تر دې کچې خیانت چې پر کییف د روسیې له لرې واټن ویشتونکو توغندیو له برید سره سم یې سفارت هم وتاړه او خپل ډېپلوماټان یې خوندي کړل. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي تل ګیله کوي چې لوېدیځ د مسکو یرغل ته یواځې پرېښی دی. غرب د دې لپاره چې پر روسیه فشار راوړي، پر دغه هېواد یې یوازې بندیزونه ولګول؛ خو دغو بندیزونو د کرملین په دریځ کې هېڅ بدلون را نه ووست. د روسیې موخې د دغو اقتصادي فشارونو په پرتله څو چنده سترې دي. کله چې دریځ قاطع وي، بیا اقتصادي بندیزونه چندان کار نه کوي. دا ډول بندیزونه پر کیوبا، وینزویلا او ایران هم ولګېدل، خو په پایله کې یې د هېچا دریځ متزلزل نه کړ. دا ټول هغه څه وو، چې پوتین یې پر ځان باوري کړ؛ یعنې که پر اوکراین برید هم وکړي، د جګړې ګټونکی به وي.
ویل کېږي چې لوېدیځ او امریکا اوکراین ته د افغانستان په څېر اړتیا لري، څنګه چې یې د افغانستان جیوپولټیک موقعیت درک کاوه او څنګه یې چې د افغانستان شتمنیو ته سترګې غلې کړې وې.
حتی امریکا یو ډول اروپا هم په خپل اشغال کې راوستې او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د ناټو سازمان رامنځته کړی.
اوکراین په لویه پیمانه د یورانیمو او لیتيمو لرونکی هېواد دی چې پرته له شکه دا دوه عناصر په ننني صنعت او د انرژۍ تولید کې کلیدي رول لري.
د فایننشل ټایمز موندنې ښیي چې زلنسکي ډونالډ ټرمپ ته د (بریالیتوب پالیسي) ورکړې چې د دې طرحې په کامیابېدو امریکا کولی شي د اوکراین له سرشاره طبیعي منابعو ګټه واخلي. په دې مقاله کې وړاندې ویل شوي چې لوېدیځ او امریکا اوکراین کې د شته کمیافتو منابعو په لرلو دې هېواد سره لېوالتیا ښیي. پوهېږئ اوکراین د یورانیمو د تولید له مخې په نړۍ کې لسم ستر هېواد دی چې په تېر کال کې یې ۱۰۰۰ ټنه یورانیم تولید کړي وو. اوکراین همدارنګه نړۍ کې د لیتیمو په لرلو سره نړۍ کې ځانګړی ځای لري.
دا څرګنده شوه چې امریکا او ناټو په خپل ماموریت کې پاتې راغلې ده. دې سازمان هغه اصول هم مات کړل چې خپلې سرې کرښې یې بللې وې. یعنې بیا موږ همغې خبرې ته ستنیږو چې دوی ته خپلې ګټې له هر څه مهمې دي او هېڅ اصل په پام کې نه نیسي.. د ناټو تړون په لومړۍ ماده کې لیکل شوي، چې هېڅ ستونزه باید د زور له لارې حل نه شي؛ خو که تېر ته یې وکتل شي، د ناټو پر لمنه تل د تېریو او یرغلونو داغونه پاتې دي.
په ۱۹۹۹زېږدیز کال کې یې پر یوګوسلاویا درنې بمبارۍ وکړې او لیبیا یې په یوه ناکام دولت بدله کړه. پر ۲۰۰۱م کال یې افغانستان هم لوټې لوټې کړ او د لسګونو زرو بې ګناه مسلمانانو وینې یې تویې کړې. عراق یې هم په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې اشغال کړ، چې په پایله کې یې زرګونه بې ګناه انسانان له تېغه تېر کړل. پر دې ټولو سربېره امریکا او برېټانیا بیا هم دا یادونه کوي، چې ناټو یو سولهییز پوځي بلاک دی. د دې پوښتنې ځواب چې ناټو څه ډول بلاک دی، باید د لیبیا، افغانستان او عراق د خلکو حکایتونه واورېدل شي.
د لوېدیځ مشران او امریکا یوازې پر یوه شي باور لري او هغه د دوی ملي ګټي دي. دې موخې ته که له هرې لارې رسېدلی شي، صرفه پرې نه کوي. د درېیمې نړۍ او مخ پر ودې هېوادونو ته د اوکراین ښه سبق کېدلی شي، چې هېڅکله پر لوېدیځ باور او تکیه ونه کړي، کنه په سخته ورځ کې به یې د ښامار خولې ته یواځې پرېښې وي.