ولسمشر اردوغان : صهیونیستي ترهګرو ماته خوړلې او بریا د فلسطینیانو ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د تورکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې غزه کې د حماس غورځنګ پر وړاندې صهیونیستي ترهګر ريژیم ماته خوړلې او بریا به د فلسطینیانو وي.
د نوموړي په خبره: د فلسطین خلک به دې سختو ورځو وروسته خامخا د آرامۍ ساه واخلي په سوله، امنیت او پرمختګ به ژوند کوي ظالمانو ماتې خوړلې وروستۍ سلګۍ یې دي او فلسطیني مقاومت د بریالیتوب په حالت کې ده.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا د فلسطیني ولس سره د ترکیې د هر اړخیزو مرستو پر دوام ټینګار کړی او په خبره یې موږ له هېچا نه ډاریږو او فلسطین سره به همکاریو ته دوام ورکوو.
ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ، چې د نسل وژنی مرتکبین به د بې ګناه خلکو د وینو حساب ورکوي. هغه وویل “نړیوالې جنایي محکمې لخوا د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یواو گالانت د نیولو امر ورکول، یو ډیر زړور ګام دی. نتنیاهو او د هغه د وژونکې او ترهګرې شبکې لپاره ورځې تر بلې دایره تنګیږي.



