کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې شمالي “بیت لاهیا” پنډغالي سره نږدې د حماس اسلامي غورځنګ مجاهدینو د صهیونیستي ترهګر او اشغالګر پوځ دوه پر مختللي ټانکونه په “الیاسین ۱۰۵” میزایلو په نښه کړي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا د یمن دولتي تلویزیون “المیسرة” ته په یوه لېږلې خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې دواړه صهیونیستي ټانکونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د حماس سرچینې وایي، چې په دواړو ټانکونو کې سپرو اشغالګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې اشغالګر او ترهګر ريژیم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.