کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د يمن وسله وال پوځ سره سمندرګي کې اسرائیلو ته تلونکې یوه بيړۍ ويشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع” په یوه ویډیویي پیغام کې ادعا کړې، چې ځواکونو یې له فلسطیني او لبناني ولس سره د ملاتړ په موخه په سره سمندرګي کې د یوه فرانسوي شرکت هغه بېړۍ ویشتلې، چې اشغالي فلسطین ته یې تیل او وژونکې وسلې لیږدولې.
د یادونې وړ ده، چې یمني ځواکونو یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې په سره سمندرګي، عدن خلیج، هندي سمندر او بحرین سمندر کې به یې د اسرائیلي، امریکایي او برېتانوي بېړیو پر وړاندې عملیات دوام لري.