سوریه؛ د اسرائیلو هوایي برید ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

په داسې حال کې، چې په سوریه کې یوځل بیا کورنۍ جګړې زور اخیستی او د حلب په ګډون په ځینو سیمو مخالفو وسله والو ولکه کړې او لا هم د پرمختګ په حال کې دي د د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې په پلازمېنه “دمشق” د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې ۲۱ سوریایي پوځیان وژل شوي او اوګڼ نور ټپیان دي.

په ورته مهال صهیونیستي پوځ ادعا کړې، چې د سوریې د پوځ د قوماندې مرکزونه او زیربناوې یې په نښه کړې دي.

د سوریې رسمي خبري اژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي چې برید نن جمعه ورځ سهار وختي د دمشق په څنډه کې پر یو شمېر پوځي پوستو او د ښار دننه د استوګنې پر یوې ودانۍ ترسره شوی دی.

د سوریې وسله والو ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هوایي دفاع سیستم یې د اسرائیلي اشغالګرو ګڼ شمېر توغندي شنډ کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې پر سوریې باندې د اسرائیلو هوايي بریدونو زور اخیستی او نږدې هره ورځ صهیونیستي اشغالګر په سوریې بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button