سوریه؛ حکومت مخالف وسله وال د حمص ښار د نيولو هڅې کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حکومت مخالفې وسله والې ډلې چې مشري يې د “التحریر الشام” ډله کوي، پرون د پنجشنبې په مازیګر حماه ښار د سوریې له ځواکونو نیولی او اوس يې د حمص ښار د نيولو هڅې پيل کړې دي.

العربیه نړیوال تلویزیون خبر ورکړی، چې د التحریر الشام وسله وال اوسمهال د حمص ښار په ۴۸ کیلومترۍ کې دي او جګړه يې توده ساتلې ده.

پرون د سوریې د بشري حقونو ډلې المرصد هم تایید کړه چې د حکومت وسله والو مخالفینو د حماه په تر ټولو سترې سیمې سلمه باندې کنټرول تر لاسه کړی دی.

تر دې وړاندې د التحریر شام په مشرۍ د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو له سوریايي پوځ څخه حلب ښار هم نيولی و.

د یادونې وړ ده، چې د سوریې دولتي تلویزیون د یاد هېواد د دفاع وزیر له قوله خبر ورکړی، چې په حمص یې د وسله والو بریدونه په شا تمبولي او ځواکونه یې په حماه او حلب ښارونو د ستر ځوابي برید لپاره چمتوالی نیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button